IQNA

 وحشی صهیونیسټي دښمن د غزې په جنګ کې پخپلو موخو کې ناکام شوی

6:50 - January 10, 2024
د خبر لمبر: 3488550
ایکناد  فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس  دسیاسی دفتر مشر  ووئيل، صهیونیسټي دښمن  دغزې په جنګ کې پخپلو ټولو جنایتونو او وحشیتوب سره سره د خپلې یوې سپیرې موخې په پوره کولو کې   هم بریالی شوی نه دی .

   ،  د حماس غورځنګ دسیاسی دفتر  مشر اسماعیل هنیه د قطر به دوحې کې  د مسلمانانو عالمانو د نړیوالې اتحادئې  په غونډې کې  ووئيل، دقدس نیواکګر رژيم  دغزې تړانګې په ضد په جنګ کې  د هوائي بمباریو ،مځکنیو  ویجاړونکو  عملیاتو  او د مقاومت په ضد ددقیقیو  عملیاتو په شملو په هیڅ یوې زمینې کې  خپلو سیاسی موخو ته نه دی رسیدلی.

اسماعیل هنیه  روښانه کړې ده  اسرائيل  د مقاومت له مینځه وړل ډ صهیونیسټي اسرانو خوشی کول،  مصر ته دغزې تړانګې د خلکو کوچول ، انځور کړي وو ،چې  ددغه پروګرام په یوې برخې کې هم بریالی شوي نه دي.

 له فلسطینه بل خبر دا چې   د امریکا خارجه وزیر انټونیو بلینګن په تل ابیب کې د صهیونیسټي رژيم  له مشر اسحاق هرټزوک سره  په کتنې کې د صهیونیسټ رژيم په ضد د هیګ نړیوالې  محکمې ته د شکایت په دلیل  په جنوبی اقریقا  سختې نیوکې کړي  او وئيلي ئې دي ،د جنوبی افریقا  له شکایت له ملنډې پرته بل څه  شی نشته چې اسرائيل  ئې په غزې تړانګې  کې په جنګ کې  په نسل وژنې باندې تورن کړی دی او دپوځي عملیاتو د فوری در

یدا غوښته ئې کړې ده .

https://iqna.ir/fa/news/4193070

captcha